داعش په کابل کې د وروستیو چاودنو پړه ومنله

ارشیف؛ په کابل کې چاودنه

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې د کابل په لویدیځ کې د پرونیو چاودنو مسولیت ومانه.

فرانس پرېس خبري اژانس د داعش په حواله ویلي چې پرون جمعه ناوخته یې په کابل کې درې چاودنې کړي.

دوی ویلي چې د شیعه مذهبو د سپرلۍ بسونه یې په نښه کړي او لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا حملې کم اهمیته وبللې: "دا چې په دې وروستیو کې په یوه ګلدان کې چاودنه کېږي یا مثلاً د عامو خلکو منځ کې چاودنه کېږي، دا بې له شکه چې یو تشویش پیدا کولای شي، خو کوم تهدید نه دی او نه هم د دښمن کوم برلاسی دی."

د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې دې چاودنو دوه کسان وژلي او ۴ نور یې ژوبل کړي دي.

دا چاودنې په هغه سیمه کې وشوې چې تر ډېره شیعه مذهبه افغانان په کې میشت دي.