طالبان: کابل کې د یوې شخصي شخړې پرمهال ۳ تنه وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د کابل ولایت

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د یوې شخصي شخړې پرمهال د یوه پخواني افسر په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي نن رسنیو ته ویلي چې دغه وسله واله شخړه پرون د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پکتیا کوټ په سیمه کې شوې ده.

شخړه کې وژل شوی پخوانی افسر سمونیار عبدالغفار هوتک نومېږي چې تردې وړاندې یې ټولنیزو رسنیو کې د وژلو پړه پر طالبانو اچول شوې وه.

خوستي وایي، ځینې په لوی لاس هرې وژنې ته سیاسي رنګ ورکوي، خو ده ټینګار کړی چې طالبانو هېڅوک له عمومي عفوې وروسته په تېرو کړنو نه وژلي او نه تعقیب کړي دي.

تيره اوونۍ بیا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وویل چې طالبانو له عفوې سره-سره یوازې په ۴ ولایتونو کې شااوخوا سل پخواني پوځیان وژلي او یا تري تم کړي دي، خو دا راپور طالبانو په کلکه رد کړ.