رسنۍ: له افغانستانه د سکهانو په ګډون ۱۰۴ تنه هند ته ورسېدل

ارشیف؛ هندۍ الوتکه

هندي رسنیو له افغانستانه نوي ډيلي ته د لسو هندي وګړو په ګډون له سلو د زیاتو کسانو د رسېدو خبر ورکړی.

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت د وزارت ویاند ارېندَم باګچي ویلي چې پرون د لیندۍ په ۱۹مه نېټه د کام ایر هوايي شرکت په یوه چارتر الوتنه کې له افغانستانه ۱۰۴ کسان نوې ډېلي ته ورسېدل.

د ښاغلي باګچي په وینا لس هندي وګړي او د سکهانو او هندوانو په ګډون ۹۴ تنه افغانان په دې ډله کې شامل وو.

ویل شوي چې په دې ډله کې نهه ماشومان او درې تنه نوي زېږیدلي کوچنیان هم وو.

په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو د امنیت په اړه له دې مخکې اندېښنې څرګندې شوې دي، خو طالبان وايي چې د اقلیتونو حقوقو ته درناوی کوي.