د کام ایر هوايي شرکت: تاشکند ته الوتنې پیلوو

د کام ایر هوایي شرکت الوتنه

کام ایر هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او تاشکند ترمنځ الوتنې به د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ بیا پیل کړي.

په ازبیکستان کې د کام ایر شرکت دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې په اوونۍکې دوه الوتنې به له کابله تاشکند ته او له تاشکنده کابل ته کېږي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې د دې الوتنو لپاره د شنبې او سې شنبې ورځې په پام کې نیول شوي دي.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې هم کام ایر تاشکند ته په اوونۍ کې دوه الوتنې درلودې.

د ازبیکستان هوايي شرکت په سېپټمبر میاشت کې ویلي و چې تر اوسه کابل ته د الوتنو د پیل کوم پلان نه لري.