نیویارکر مجله: افغانستان کې د امریکا د دپلوماتیکې ماتې پټ تاریخ

پخوانی ولسمشر اشرف غني او جوبایډن

  • نیویارکر مجله

نیویارکر مجلې د افغانستان په اړه په یوه اوږده لیکنه کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د کتنې، د دواړو خواوو د خبرو او د افغانستان را وروسته تحولاتو ته کتنه کړې ده.

د دې لیکنې چې سرلیک یې دی 'په افغانستان کې د امریکا د دپلوماتیکې ماتې پټ تاریخ» په پیل کې راغلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه د اپریل په ۱۴مه نېټه په دې اعلان پای ته ورسوله چې له افغانستانه پاتې ټول امریکايي پوځیان به د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې ووځي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د بایډن له اعلانه وروسته طالبانو په څو اوونیو کې د افغانستان لسګونه ولسوالۍ ونیولې او ځان یې د ولایتونو مرکزونو ته نژدې کړ.

د جون تر نیمايي پورې د افغانستان جمهوري دولت چې په جوړولو یې مډرن پالو افغانانو، امریکایانو، د ناټو غړیو او نورو خوارۍ ګاللې وې، د ځنکدن حالت ته ورسېد، خو د دغه هېواد ولسمشر اشرف غني ټینګار کاوه چې دولت او حکومت یې دوام کولی شي.

نیویارکر مجلې د افغانستان د هماغه مهال د پوهنې وزیرې رنګینې حمیدي په قول لیکلي چې اشرف غني به د کابینې په هره غونډه کې ډاډ ورکاوه چې حکومت یې دوام کولی شي خو په عین حال کې به یې ورته ویل چې امریکایانو د پاتې کېدو ژمنه نه ده ورکړې او نه امریکایان د تل لپاره په افغانستان کې پاتېږي.

د جون په ۲۳مه نېټه اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ د کام ایر په الوتکه کې واشنګټن ته لاړچې له جوبایډن سره وویني.

غني او سلاکارانو یې په داسې حال کې چې د دوی الوتکه د اروپا او امریکا ترمنځ د اتلانتیک سمندر په فضا کې وه، له بایډن سره د خبرو پر اجنډا خبرې کولې.

دوی پوهېدل چې بایډن ته د افغانستان حکومت په خپل منځ کې سره وېشلی او نااغېزمن ښکاري، خو غني لا هم سپارښتنه کوله چې دوی به امریکایانو ته د یووالي پیغام ورکوي چې په دې توګه امریکایان وهڅوي چې د افغانستان د حکومت نور ملاتړ وکړي.

ورځپاڼې د جون په ۲۵مه نېټه د سپینې ماڼۍ په اوفل سالون کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو د مکالمې د رااخیستلو ترڅنګ لیکلي چې دې کتنه کې ولسمشربایډن په افغانستان او عراق کې د وژل شوېو امریکایانو د شمېر لېست له جېبه راوایست.

نیویارکر مجله زیاتوي چې د افغانستان ولسمشر وویل، هدف یې دا دی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په وضعیت کې ثبات راولي.

ده د افغانستان حالات د امریکا د پخواني ولسمشر لېنکن له وخت سره پرتله کړل.

نیویارکر مجله د دواړو ولسمشرانو په غونډه کې د یوه حاضر افغان چارواکي په قول لیکي چې اشرف غني له جوبایډن څخه د ځینو مشخصو پوځي مرستو غوښتنه وکړه، لکه د هليکوپټرو او دا یې هم وویل چې ایا امریکايي قراردادیان به د افغان امنیتي ځواکونو لوژستیکي ملاتړ ته دوام ورکړي؟ خو د بایډن ځوابونه مبهم و.

  • هېرالډ ورځپاڼه

هېرالډ ورځپاڼې بیا د افغانستان پر اقتصادي بحران لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه وايي، د ملګروملتونو د بشري چارو مشر خبرداری ورکوي چې د افغانستان اقتصاد به سقوط وکړي.

مارتین ګریفټس وايي، ټول به په رڼو سترګو ورته ګوري چې د افغانستان اقتصاد وپاشل شي نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې مخکې تردې چې داسې وشي، اقدام وکړي.

ګریفټس وویل، د نغدو پیسو مساله باید د کال ترپای ته رسېدو مخکې حل شي او د ژمي په موسم کې پیسې باید په جریان کې ولوېږي.