بایډن: له اوکراینه پرته د اوکراین په اړه نه خبرې کوو او نه هم کومه پرېکړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي سره

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي ته پرون وویل چې د امریکا متحد ایالاتونه د اوکراین پولو ته څېرمه د روسي ځواکونو د راټولېدو پر وړاندې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ د دواړو ولسمشرانو له خبرو وروسته چې نژدې ۹۰ دقیقې یې دوام وکړ، په یوه خبرپاڼه کې وویل، بایډن د اوکراین د ځمکنۍ یووالي او ملي حاکمیت په اړه د امریکا د متحدو ایالاتونو د ژمنې پخلی وکړ.

بایډن دا هم څرګنده کړه چې د امریکا متحد ایالاتونه، متحدان او شریکان یې پر دې اصل ولاړ دي چې له اوکراینه پرته د اوکراین په اړه نه خبرې کوي او نه کومه پرېکړه.

په دې اړه نور: بایډن: امریکا به د روسیې د هر ډول تیري پر وړاندې د کیف ملاتړ وکړي

بایډن په ختیځه اروپا کې د ناټو د نهو غړیو هیوادونو مشرانو ته هم ټېلیفون وکړ او د اوکراین په پوله کې یې د روسي پوځیانو د راټولېدو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

ده له خپلو متحدانو په ګډه د دفاع په اړه د ناټو د ارادې، چمتووالي او یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

د لیتوانیا د ولسمشر سلاکار استا سکایسګیریتي وویل، بایډن د پولنډ، رومانیا، هنګري، بلغاریا، چک جمهوریت، سلواکیا، لاتویا او لیتوانیا مشرانو ته د پوځي وړتیاوو د زیاتولو ژمنه ورکړه او وعده یې وکړه چې د سیمې په اړه په پرېکړو کې به دوی شامل کړي.

خو د سپینې ماڼۍ په بیان کې د پوځي مرستې یادونه نه ده شوې.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې د ناټو له اروپايي غړیو سره د نژدې مشورې او همږغۍ د دوام د ژمنې یادونه شوې ده.

تېره اوونۍ ولسمشر جو بایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړی چې که مسکو پر اوکراین حمله وکړي، له سختو اقتصادي بندیزونو سره به مخامخ شي. دا خبره سپینې ماڼۍ کړې ده.

په دې اړه نور: د بایډن خبرداری:که روسیه پر اوکراین برید وکړي اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي

په وروستیو میاشتو کې پوتین او نورو روسي چارواکو ویلي چې له ناټو سره د اوکراین یو ځای کېدل ورته د سرې کرښې په معنی ده او د مسکو له نامشخص شوي غبرګون سره به مخامخ شي.

اوکرایني ځواکونو ویلي چې شااوخوا ۹۰،۰۰۰ روسي ځواکونه د اوکراین پولې ته نېږدې او په کریمیا ټاپو وزمه کې ځای پر ځای شوي.

روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې کریمیا له اوکراینه جلا او په خپله خاوره پورې ونښلوله.

روسیې په تېرو کلونو کې لومړی ځل دومره ډېر ځواکونه له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای کړي دي چې له کبله یې په اوکراین او لویديځ کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

سپینې ماڼۍ مخکې ویلي و چې د اوکراین پولې ته نژدې د روسي ځواکونو د ځای پرځای کېدو په خاطر ولسمشر جوبایډن د امریکا او اروپايي متحدانو سختې اندېښنې له پوتین سره شریکې کړې او روښانه یې کړه چې امریکا او متحدان به یې د روسیې د نظامي اقداماتو په صورت کې پر دغه هېواد سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.