کابل کې دوو چاودنو دوه تنه ووژل او ۴ نور یې ژوبل کړل

د افغانستان په نقشه کې د کابل ولایت

د کابل په دشت برچي سیمه کې نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) مازدیګر دوو چاودنو دوه تنه ووژل او څلور تنه ټپیان کړل.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته د لومړۍ چاودنې په تړاو وویل چې دوه ملکیان په کې وژل شوي او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

په دوهمه چاودنه کې د یوې میرمنې د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د کابل ښار د تایمني په ۵م سړک کې هم چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.

له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ځانمرګي بریدونه او چاودنې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په کابل کې زیات شوي دي.