د سولې جایزې ګټونکی موراتوف: مستبدو مشرانو رسنۍ خطر سره مخ کړي

د نوبل د ۲۰۲۱ میلادي کال د سولې جایزې ګټونکی دمیتري موراتوف

د نوبل د ۲۰۲۱ میلادي کال د سولې جایزې ګټونکی دمیتري موراتوف وایي، مستبدو مشرانو رسنۍ او ډموکرات بنسټونه له خطر سره مخامخ کړي دي.

موراتوف چې د یوې خپلواکې روسۍ ورځپاڼې 'نوایا ګزیتا Novaya Gazeta' ایډیټر دی، پرون په اوسلو کې د جایزې له اخیستو مخکې خبریالانو ته وویل، پر دموکراسۍ د خلکو د باور کمېدل په دې معنی دي چې خلک د وخت په تېرېدو دې اصل ته شا کوي.

د ده په وینا کله چې ډموکراسي له منځه ځي خلک به مستبد رهبران ولري چې هغه بیا جګړې ته زمینه برابروي.

د ده ورځپاڼه له ۲۴ کلونو راهیسې روسیه کې فعالیت کوي چې تراوسه یې ۶ کار کوونکي وژل شوي دي.

موراتوف که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ، خو وېې ویل ځینې حکومتونه د ژورنالېزم پر ځای په دروغ ویلو پانګونه کوي.

د نوبل د سولې سږنۍ جایزې دوو خبریالانو همدې موراتوف او فلیپنۍ خبریالې ماریا ریسا ته د دې لپاره ورکړل شوې چې د بیان ازادۍ لپاره یې ښه کارونه کړي دي.