هندي فلم ستورې کترینا کېف له ویکي کوشال سره واده وکړ 

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

کترینا کېف له ویکي کوشال سره واده وکړ.

کترینا کېف د هند د سینما بالیوود له مشهورو لوبغاړو ده. خاوند یې ویکي کوشال چې تازه سینما ته راغلی هم خورا شهرت ترلاسه کړی دی.

کترینا او ویکي کوشال پرون د هند په راجستان کې په یو لړ شانداره مراسمو سره د خپل واده مراسم ترسره کړل.

کترینا کېفپه خپل انسټاګرام لیکلي چې: "زموږ په زړونو کې یوازې مینه او د هغو ټولو شیانو قدرداني چې موږ یې دې شېبې ته راوستلو."