ایران سره د اټمي پروګرام راژوندي کولو په اړه خبرې بیا په ویانا کې پيل شوې

ویانا کې د اټمي پروګرام د بیا راژوندي کولو خبرې

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي پروګرام د بیا راژوندي کولو په اړه خبرې له څو ورځني ځنډ وروسته نن بیا د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پيل شوې.

تېره اوونۍ د تهران له یو لړ غوښتنو او د اروپايي هېوادونو له سختو نیوکو وروسته په دې خبرو کې نوې لانجې راپورته شوې وې.

د اروپايي اتحادیې ډیپلومات اینریک مورا د ایران، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین ترمنځ د نننیو خبرو مشري وکړه.

متحده ایالات په غیر مستقیم ډول په خبرو اترو کې ګډون لري ځکه پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په ۲۰۱۸ کې له اټمي تړون څخه ووتله.

ولسمشر بایډن دې تړون ته د بیا ګرځېدو په اړه لېوالتیا ښودلې ده.