د افغانیو پر وړاندې د ډالرو لوړېدل خلک د لومړنیو توکو پیرلو ته حیران کړي

ارشیف، کابل ښار کې یو تن هټیوال

په افغانستان کې د افغانیو پر وړاندې ډ‌الر په بې ساري ډول پورته تللي. په کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې یو امریکايي ډالر ۱۰۴ افغانۍ بدلېږي.

دغې چارې دننه په افغانستان کې ګنې اندېښنې راپورته کړي دي.

یو شمېر خلک چې د افغانيو په مقابل کې د ډالرو لوړو بیو اغېزمن کړي وايي، د ژوند د لومړنیو خوراکي توکو د پیرلو توان نه لري.

په دې اړه نور: افغانۍ په یوه ورځ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ۵ سلنه له لاسه ورکړ

د کابل ښار اوسیدونکی شیراغا یې په اړه وايي: "دا چې ډالر د افغانیو په مقابل کې قیمت یې لوړ تللی دا جدي مساله ده، اوس موږ نه شو کولی چې د ژوند لومړني توکي په اسانۍ سره ترلاسه کړو، هیله مو دا ده چې روان حالت کابو شي، څو نرخونه هم ورسره کم شي."

د کابل ښار بل اوسیدونکی الهام وايي، روان حالت سخت د اندېښنې وړ دی: "د افغانستان په مارکیټونو کې د ډالرو لوړه بیه جدي اندېښنه ده او د ډالرو لوړه بیه بیا د خوارکي توکو په بیو هم اغېز پرې ایښی، د افغانستان په روان اقتصادي حال کې دغه چاره بیخي جدي اندېښنې راولاړې کړې دي."

له هغې وروسته چې د اګسټ په ۱۵مه نېټه طالبانو په ټول افغانستان واکمن شول د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو بیه بې کچه لوړه شوه.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د پخواني حکومت په وروستیو کې یو ډالر د ۸۷ افغانیو په مقابل کې تبادله کېده، خو اوس د یو ډالر بیه له سلو افغانیو هم لوړه شوې ده.

دغې چارې نه یوازې دا چې په افغاني مارکیټونو کې د خوارکي توکو په بیو منفي اغیز واچوه بلکې د سونګ او نفتي موادو بیې هم ورسره د پام وړ لوړې شوې.

اوس مهال د افغانستان په بازارنو کې یو لیټر پترول په ۷۹ افغانۍ پلورل کېږي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو، د خوړو نړېوال پروګرام او د کډوالۍ برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري حالت څخه اندېښنې ښودلي او ویلي یې دي چې که نړېوال د افغانستان د بشري حالت د کابو کولو لپاره لاس په کار نه شي، لېرې نه ده چې دغه هېواد کې بشري ناروین رامنځته شي.

له دې ټولو اندېښنه سره بیا د افغانستان بانک چارواکي د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ثبات د کابو کېدو خبره کوي.

د افغانستان بانک

د دې بانک ویاند حسیب نوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې د صرافانو او نور برخو سره ناستې پیل کړي دي: "د افغانستان بانک په نرخونو کې د وروستي ادلون بدلون څخه ګټه اخلي او په نرخو کې ټیټوالی او لوړوالی یو اصل دی، د افغانستان بانک هڅه کوي له هغه پولي نوسانونو څخه چې د خلکو د زیان لامل کېږي مخ ونیسي، پرون په دې اړه څو ناستې ترسره شوې چې پایله یې هم درلوده."

دا په داسې حال کې ده چې له تیرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانیو پر وړاندې یو امریکايي ډالر له ۹۵ څخه ۱۰۳ افغانیو ته پورته شو.

سره له دې چې مودې وړاندې د افغانستان مرکزي بانک د ډالرو د نرخ د کنټرول لپاره شااوخوا ۱۰ میلیونه ډالره لیلام کړل، خو بیا هم د ډالرو په نرخ یې اغېز نه دی اچولی.