امریکا خپلو اروپایي متحدینو او روسیې سره په ګډه غونډه جوړوي

د ناټو د غونډو د تالار ودانۍ

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، هیله مند دی چې ژر تر ژره له خپلو سترو اروپایي متحدانو او روسیې سره د یوې غونډې د جوړېدو اعلان وکړي چې د ناټو د پراختیا په اړه د مسکو پر اندېښنو خبرې وکړي.

بایډن هیله ښکاره کړه چې تر سبا جمعې دغسې یوه غونډه اعلان کړي.

بایډن وویل، استازي به په دې غونډه کې د ناټو له پراختیا سره تړلې د روسیې د راتلونکې اندېښنې او دا چې څرنګه کیدای شي یا کولای شو، د اوکراین په ختیځ کې راپور ته شوی کړکېچ کم کړو، پر اقداماتو خبرې وکړي.

بایډن زیاته کړه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورسره ژمنه کړې چې مسکو به په څو راتلونکو ورځو کې خپل وړاندیزونه له متحدو ایالاتونو سره امنیتي ډیالوګ ته وړاندې کړي.

دواړو مشرانو دوه ورځې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

واشنګټن او کیف وايي چې مسکو د ټانکونو او توپونو په شمول لسګونه زره پوځیان د روسیې په لوېدېځ کې له اوکراین سره په پوله ځای پر ځای کړي دي.