د ورځې ۵ زره افغانان ایران ته اوړي؛ ایران هره اوونۍ زرګونه بېرته ستوني

ارشیف، د ایران په سیستان کې افغان کډوال

د ورځې شااوخوا ۵ زره افغانان له افغانستانه ایران ته اوړي او دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت هره اوونۍ زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي.

د اګسټ په ۱۵مه نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د درېدو له کبله د افغانستان اقتصاد مخ په خرابېدو دی او نړیوالې مالي ادارې وايي چې د افغانستان اقتصاد د بشپړې پاشلتیا لور ته روان دی.

د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې اکثرو دولتي کار کوونکو ته د تېرو ۴ میاشتو معاش ورکړي.

د دې ترڅنګ د کار او روزګار نشتوالی سبب شوی چې افغانان نورو هېوادونو ته مخه کړي.

په کندز کې ۲۷ کلن سهراب یو له ګڼو ځوانانو څخه دی چې د کار له کموالي او د بیو له لوړوالي شکایت کوي:"ټوله ورځ تېره کړو، کار نه شته، که وي هم د پخواني حکومت نیمايي پیسې نه راکوي."

کندز کې یو شمېربې روزګاره ځوانان

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی محمد اسماعیل بیا وايي:"ماشومان مو ډوډۍ غواړي، کار نه شته۸، روزګار نه شته، ډوډۍ له کومه کړو."

پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۱۷مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې به د اقتصادي ستونزو له کبله د وګړو مهاجرت په بې ساري ډول زیات شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې په افغانستان کې د مهاجرت د بې ساري زیاتېدو د مخنیوي لپاره له دې هېواد سره د اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه.

د ګراندې په وینا افغانستان په نړۍ کې د یوه ناوړه بشري بحران په درشل کې دی.

په دې اړه نور: افغانستان کې د اقتصادي سقوط په اړه د فلیپو ګراندي خبرداری

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر چې له خبریالانو سره یې خبرې کولې، همدا راز وویل چې داسې یو چاودېدونکی حالت رامنخته کېدونکی دی چې په نتیجه کې به یې ډېر افغانان بې ځایه شي.

د ښاغلي ګراندې په وینا لا هم وخت شته چې د دې بحران مخه ونیول شي، خو د اقتصادي فعالیتونو د یوه تضمینوونکي سیسټم د رامنځته کولو او د نغدو پیسو د چلښت یا جریان د بیا پیلېدو لپاره چټک اقدام ته اړتیا ده.

په همدې منځ کې ایران په وروستیو کې لسګونه زره افغانان خپل هېواد ته په زوره لېږلي دي.

د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د شمېرو پر اساس، اوس په ایران کې د افغان کډوالو شمېر ۳ میلیونه او ۴ لکو ته رسېږي چې نژدې دوه میلیونه یې غیر قانوني یا نا راجسټر شوي دي.

پر دې سربېره د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، شااوخوا درې نیم میلیونه افغانان په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوې بلې ادارې، یونیسف د افغان ماشومانو لپاره د ۲ میلیارډ ډالرو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په دې پیسو په افغانستان کې د روغتیا او زده کړو په شان د ماشومانو اساسي خدمات برابرېدای شي.

دې ادارې د ژمي په درشل کې د بشري بحران خبرداری ورکړی دی.