ملا هیبت الله والیانو ته: د هغو خلکو ستونزې واورئ چې له هېواده وځي

سپین بولدک- چمن 

د طالبانو د لوی مشر له ادرسه په یوه خپاره شوي بیان کې والیانو ته د هغو خلکو د ستونزو د حل سپارښتنه شوې چې غواړي له هېواده ووځي.

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخُندزاده ته په دې منسوب بیان کې چې د طالبانو ویاندویانو پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی راغلي دي چې والیان دې د دیني عالمانو او چارواکو په همکارۍ د خلکو ستونزې واوري او د هغو د حل په برخه کې دې اقدام وکړي.

د طالبانو مشرانو دا هڅې داسې مهال پیل کړي چې په ځینو سیمو کې د طالب وسله والو له خوا د خلکو د ځورونو د ادعاوو په اړه راپورونه ورکړل شوي.

د طالبانو د لوی مشر په بیان کې چارواکو ته سپارښتنه شوې ده چې د امنیت د ټېنګښت لپاره هڅو ته دوام ورکړي، څو چا ته د خلکو په تېره د سوداګرو او متخصصانو د وېرولو فرصت په لاس ورنه شي.