کابل کې د تخلیې عملیات؛ جانسن: د څارویو را ایستلو کې مې مداخله نه ده کړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بریتانیا صدراعظم هغه تورونه رد کړل چې ده د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له لوري د کابل د نیولو پرمهال د ژغورونکو څارویو د را ایستلو لپاره شخصاً مداخله کړې ده.

بورېس جانسن پرون سې شنبه (د لېندۍ ۱۶مه) د لندن په جنوب کې خبریالانو ته وویل: "دا هېڅ حقیقت نه لري، خو څه چې زه ویلی شم هغه دا دي چې د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ زره کسان له کابله په اوړي کې وا ایستل شول او دا په تېرو څه باندې پنځوس کلونو کې یوه له ډېرو عالي پوځي لاسته راوړنو څخه وه."

د بریتانیا حکومت د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې تر سخت فشار لاندې راغی چې د بهرنیو چارو د وزارت یوه پخواني کار کوونکي رافایل مارشال څرګنده کړه چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کابل د سقوط پرمهال خپل ډېر متحدان طالبانو ته د بې کفایتۍ له امله پرېښودل او په خپل سر هڅې یې وکړې.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون

اسوشیټېډ پرېس اژانس لیکي چې د رافایل مارشل یوی لوی تور دا دی چې بریتانیایي چارواکو په داسې وخت کې خپله انرژي په دې لګوله چې نژدې دوه سوه سپي او پیشوګانې په کابل کې له یوې خیریه موسسې وا ایستل شي.

مارشل وویل چې د بهرنیو چارو د وزارت مامورینو ته د صدراعظم له لوري لارښوونه کېده چې دا څاروي له کابله وباسي او د مارشل په وینا چې د دې حیواناتو د ایستلو له امله د بریتانیا پوځیان له خطر سره مخامخ شوي وو.

د پارلمان یوې کمېټې ته په لندن کې د بهرنیو چارو د وزارت دغه پخواني کار کوونکي د اسنادو د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د اګسټ له ۲۱مې تر ۲۵مې په زرګونو ایمیلونه استول شوي دي چې نه دي لوستل شوي.

د دې کس له اټکل سره سم چې د هغو افغانانو له ډلې چې له افغانستانه د بریتانیا د ایستلو د پروګرام له مخې یې غوښتنلیکونه ورکړي یوازې پنځه په سلو کې ایستل شوي دي.

دا کس وایي چې یو علت یې دا و چې دی یوازینی کس و چې د دې ټولو خلکو کار ورسپارل شوی و.

مارشال د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې کمېټې ته لیکلي، د اګسټ له لومړیو هره شېبه تر پنځه زره ډېر داسې ایمیلونه ورسېدل چې دی به یې په لوستو پسې نه شوای رسیدلی.

مارشل زیاته کړه چې دا ایمیلونه عاجل و او داسې جملې هم په کې وې چې لطفاً زما ماشومان وژغوره.

مارشل دا ادعا هم کوي چې یو شمېر پاتې کسان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

بریتانیا په اګسټ میاشت کې د دوو اونیو په ترڅ کې ۱۵ زره کسان له کابله وایستل او د بریتانیا حکومت ژمنه کړې ده چې شل زره نور کسان به له افغانستانه بریتانیا ته انتقال کړي چې د دې کسانو د ایستلو کارونه روان دي.