کندز کې پر ۶ سوه کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول 

په کندز کې کروندګر

د کندز د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي وايي، سږ کال دوی د مني په کمپاین کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۶ زره کروندګرو ۳۰۰ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۶۰۰ ټنه کیمیاوي سره وېشلي.

د دې ادارې رئیس مولوی امان الله حسن ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال هم اصلاح شوي تخمونه په کروندګرو وېشلي وو چې د غنمو د حاصلاتو په زیاتېدو کې یې مرسته کړې وه."

یو شمېر کروندګرو چې تېر کال یې په خپلو کروندو کې اصلاح شوي تخمونه کرلي وو وايي، د پخواني تخمونو پرتله اصلاح شوي تخمونه ډېر حاصل ورکوي.

د کروندګرو په وینا،که حکومت له دوی سره د حبوباتو، نورو غلو او دانو او سبزیجاتو د تخمونو په رواجولو کې مرسته وکړي، دا ولایت به یو ځل بیا خپل پخوانی هغه نوم ترلاسه کړي چې یو مهال د ټول افغانستان د غلو کندو بلل کېده.

د کرنیزو چارو د یو شمېر کارپوهان په باور، که د بزګرانو لپاره مسلکي معلومات، د اړتیا وړ مالي ملاتړ، د اوبو لګونې او بازار موندنې برخه کې د هغوی لپاره اسانتیاوې برابرې شي، نو له امله به یې د بزګرانو شته اقتصادي ستونزې هوارې شي.