هند له پوځي زده کړو فارغ د افغان زده کوونکو د اعتراض مخه نیولې

هند کې د افغانستان تېر نظام د ځواکونو د روزنې کمپ

د هند پولیسو د هغو افغانانو د اعتراضیه غونډې مخه نیولې ده چې په هند کې له نظامي پوهنتونونو او کورسونو فارغ شوي دي.

دا نظامیان خپل راتلونکې ته اندېښمن دي.

د دوی له ډلې د فانوس په نوم یوه تن ازادي راډیو ته پرون وویل: "موږ نیت درلود چې اعتراضیه غونډه وکړو خو له بده مرغه د هند پولیسو موږ ته اجازه را نه کړه، راته ویې ویل چې ستاسو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي او د بهرنیو چارو وزارت به په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت له لارې نتیجه له تاسو سره شریکه کړي."

دا افغانان چې شمېر یې دوه سوه تنو ته رسیږي وایي، که افغانستان ته ځي ژوند یې په خطر کې دی، که په هند کې پاتې کېږي اقتصادي ستونزې لري.

دوی څرګندوي چې خپله ستونزه یې د هند سربېره، په نوي ډیلي کې د افغانستان او د امریکا د متحد ایالاتونو له سفارتونو سره شریکه کړې ده، خو تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.