افغانۍ په یوه ورځ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ۵ سلنه له لاسه ورکړ

کابل کې د شهزاده مارکیټ

د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې ښکته شو، پرون سې شنبه (د لېندۍ ۱۶مه) د کابل په بازارونو کې په یوه ورځ افغانۍ پنځه سلنه ارزښت له لاسه ورکړ او یو ډالر په څه باندې سل افغانۍ تبادله شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خوني غړي او د دې خونې د فدارسیون سرپرست خانجان الکوزي ازادي راډیو ته په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې له دې سره به بیې په افغانستان کې لوړ شي.

په دې اړه نور: افغانستان کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې ساري کچه لوړه شوې

دی وايي: "زموږ ټوله راکړه ورکړه په ډالرو ده، د دې لپاره چې یو وارداتي هېواد یو، له نړۍ څخه په ډالرو مواد اخلو او دلته یې بیا په افغانۍ خرڅوو او چې کله یې په افغانۍ وپلورو بېرته ډالر اخلو چې ښکاره خبره ده دا پر نرخونو منفي تاثیر کوي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خوني غړی او د دې خونې د فدارسیون سرپرست خانجان الکوزی وايي د توکو بیې به لوړې شي.

وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو، په افغانستان کې ډالر کم شوي، ځکه چې نړیوالې ټولنې په میلیارډونو ډالر مرستې له افغانستان سره بندې کړې دي او د افغانستان شااوخوا نهه نیم میلیارډه اسعاري زېرمه هم کنګل شوې ده.

بل لورته د ژمي له را رسېدو سره ملګري ملتونه اندېښمن دي او وایي، که له افغانانو سره مرسته ونه شي یو میلیون افغان ماشومان راتلونکی کال ممکن د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف پرون پر نړیوالو غږ وکړ چې د شااوخوا یو میلیون افغان ماشومانو د ژغورولو لپاره دې دوه میلیارډه ډالر مرستې برابرې کړي.

په دې اړه نور: افغانستان کې پراخ بشري ناورین؛ یونیسف د ۲ میلیارډ ډالرو راټولولو غږ کړی

طالبان د ملګرو ملتونو دا خبره ردوي چې افغان ماشومان له سخت بحران سره مخامخ دي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د ملګروملتونو ادارې یا د ملګرو ملتونو ځینې منسوب بنسټونه چې د کومې فاجعې وړاندوینه کوي دا ناسمه ده خو موږ د دوی د مرستو هرکلی کوو."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دا خبره ردوي چې افغان ماشومان له سخت بحران سره مخامخ دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هویتفیلدت د دوشنبې په ورځ له نړیوال بانک څخه وغوښتل چې د افغانستان دوه سوه اتیا میلیونه کنګل شوې ډالر ورپریږدي، خو اغلې هویتفیلدت څرګنده کړه چې دا پیسې دې د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف ته په افغانستان کې وسپاري چې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو په باور د افغانستان له شااوخوا ۳۸ میلیونه نفوس څخه نیمایي د خوړو له کمبود سره مخامخ دی او که مرستې ونه شي ښایي دا وضعیت چې وچکالي ورسره مله ده، ډېر افغانان اړ کړي چې له افغانستانه ووځي.