سټارز انډ سټرایپس: شااوخوا ۳۴ زره افغانان لا هم د امریکا په ۷ پوځي اډو کې پاتې دي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې له افغانستانه د بریتانیا له‌خوا د خلکو د را ایستلو په تړاو د دغه هېواد د پارلمان یوه لانجمن بحث باندې مقاله خپره کړې.

په مقاله کې له افغانستان څخه د خلکو د را ایستلو په برخه کې د بریتانیا حکومت د اقداماتو او کم‌کاریو ته اشارې شوې دي.

ګارډین ورځپاڼې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، په یوازې ځان‌یې د خلکو د را ایستلو لوی مسؤلیت مخته ووړ په تېره ګڼو اېمېلونو او ټیلیفوني مکالمو ته‌یې ځواب وایه.

دغه چارواکي چې نوم‌یې رافایل مارشال یاد شوی د بهرنیو چارو د هغه وخت وزیر ډامنیک راب تورن کړی چې د هرې قضیې په تړاو د پرېکړو واک‌یې له دوی اخیستی و او څو واره د دې لامل شو چې د کابل له هوايي ډګر د تخلیې غوښتنې وځنډېږي.

د مارشال په حواله دا هم راغلي په داسې حال کې چې له مستحقو کسانو یوازې پنځه فیصدو یې دا چانس ترلاسه کړ چې راوایستل شي، خو صدراعظم د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي و چې د نوزاد په نوم د سپيو د ساتنې د خیریه مؤسسې د سپیو د انتقال لپاره پوره پام وشي.

ګارډین لیکلي، د افغانستان د سقوط پر وخت او د تخلیې په لومړیو ورځو کې د بریتانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب چې اوس د صدراعظم مرستیال او د عدلیې وزیر دی په رخصتۍ تللی و.

راب بیا له افغانستانه د خلکو د رایستلو په برخو کې د کم‌کاریو انتقادونه او دا چې ژويو ته لومړیتوب ورکړل شوی و رد او په دې تړاو د رافایل مارشال څرګندونې بې‌ځایه وبللې.

ګارډین د هغه په حواله لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت څه باندې زر تنه کارکوونکو شپه او ورځ په دې برخه کې کار کاوه او بریتانیا په دوو اوونیو کې ۱۵ زره کسان را انتقال کړل.

راب ویلي له خپل کاره پښېمانه نه‌دی چې د هرې قضیې په اړه یې دقیق معلومات غوښتي څو په رڼا کې یې پرېکړې وکړي.

بریتانیا د امریکا د ګڼو نورو لوېدیځو هېوادونو په څېر د طالبانو په بیا واکمنېدو له افغانستانه خپل سفارتي کارکوونکي، پوځیان، افغان همکاران او ژباړونکي او د نورو هېوادونو اتباع وایستل.

انتقادونه په دې روان دي چې بريتانیا ګڼ هغه خلک چې مستحق وو په افغانستان کې پرېښي او ژوند یې له خطر سره مخ دی.

  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې لیکلي، شااوخوا ۳۴ زره افغانان د درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم د امریکا په اووه پوځي اډو کې پاتې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، امریکا تر اوسه د افغانانو د بیا مېشتېدنې لپاره د څه باندې ۱۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې چې نیمایي یې د سپټمبر تر میاشتې پورې ورکړل شوي.

وړاندې لولو چې د امریکا حکومت مالي مرستې به د یوه پرېکړه‌لیک له مخې چې د ولسمشر جو بایډن په لاسلیک سره د قانون بڼه خپله کړې، د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۱۸مې افغانانو ته ورسېږي.

په دوام کې راغلي چې د حکومتي ادارو تمویل د جېمز لینکفورډ په څېر د جمهوري غوښتونکو سناتورانو انتقادونه کم کړي دي.

هغه ویلي، د بایډن ادارې یوازنی اقدام چې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو وروسته ترسره شو همدا دی چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې د پروسې لپاره پیسې ځانګړې شوې.

د لینکفورډ په وینا، ډیموکراتان د دې پروسې لپاره اووه میلیارده ډالره نورې پيسې هم غواړي. هغه زياته کړه چې په تېرو درېيو مياشتو کې پر دغه پروګرام څه باندې شپږ ميليارده ډالره لګول شوي دي.

د روان کال د اګسټ له ۱۵مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د کابل له هوايي ډګر څخه د دوو اوونیو په موده کې څه باندې ۱۲۴ زره کسان د امریکا او ائتلافي هېوادونو د الوتکو له لارې بهر لېږدول شوي دي.