د امریکا او روسیې ولسمشران نن له یو بل سره خبرې کوي

ارشیف، (ښی-کین) د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ټاکل شوې چې د امریکا او روسیې ولسمشران نن په خپلو کې خبرې وکړي.

جو بایډن او ولادیمیر پوتین د وېډیو کنفرانس له لارې دغه خبرې داسې مهال کوي چې د اوکراین له پولې سره د روسیې د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو، په سیمه کې د ناټو د راتلونکې او د روسیې د امنیتي غوښتنو پر سر کړکېچونه زیات شوي دي.

دا به له کله چې بایدڼ د تېر کال په جنوري کې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، له پوتین سره د هغه دوه پر دوه دوهمه کتنه وي.

واشنګټن هڅه کوي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل مخنیوی وکړي او کرملېن هم غواړي دا ضمانت ترلاسه کړي چې اوکراین به هېڅکله هم د ناټو غړی نه‌کېږي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې یې له پولې سره له ۹۰ زرو زیات پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره ملحق کړه.