د برېښنا پارچاوۍ په اړه د کابل ښار اوسېدونکو ستونزې او اندېښنې

ارشیف، انځور تزئیني ڼه لري.

د تېرو کلونو په څېر د ژمي په راتګ سره د برېښنا د پارچاوۍ د زیاتېدو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې.

د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي ازادي راډیو ته وايي فقر، بې‌وزلي او د سونګ توکو لوړې بيې په خپل ځای، خو د برېښنا ستونزې بيا په دې سخت ژمي کې دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د دې ښار دوه تنه اوسېدونکي ضيا او سلام وايي: "په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره اوس د ژمي په راتګ سره د سونګ توکو لوړې بيې او د برېښنا د پارچاوۍ ستونزې د خلکو په اوږو د بار پېټی نور هم دروند کړی، اوس زموږ ټولو غوښتنه دا ده چې حد اقل د ژمي په راتګ سره د برېښنا ستونزه تر ځايه حل شي چې يو څه د خلکو د ستونزو بار هم کم شي."

"په کابل ښار کې د ژمي په راتګ سره د برېښنا ستونزې زياتېږي او سږ کال ژمی بيا د برېښنا د پارچاوۍ ترڅنګ د بې‌وزلۍ او ناچارې کيسې هم شته، دا په ټوله کې د اندېښنې وړ مسئله ده."

کابل ښاريان په داسې حال کې د برېښنا د پارچاوۍ د زیاتېدو خبره کوي چې اوس يوازې په ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ځينو برخو کې شپږ يا اووه ساعته برېښنا وي.

د ژمي لپاره د کابل ښار د یوه اوسېدونکي چمتووالی

له بلې لخوا د افغانستان د برښنا شرکت مسؤلین وايي، د ژمي په راتګ سره دوی ناچاره کېږي چې د برېښنا د منظم وېش په برخه کې د پارچاوۍ منظم لېست جوړ کړي.

د دې شرکت وياند حکمت‌الله ميوندي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، د ژمي په راتګ د برېښنا تقاضا زياتېږي.

ښاغلی ميوندي وايي: "په کابل ښار کې د برېښنا د منظمې پارچاوۍ لپاره لېست جوړ شوی او ژر به خپور شي، خو اوس‌مهال موږ په کابل ښار کې ۷۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتيا لرو، خو توليدوو ۳۸۰ مېګا واټه، تقاضا زياته او توليد کم، په دې اساس زياته پارچاوي رامنځته کېږي، خو موږ يې د حل لپاره کار کوو."

د ښاغلي ميوندي په خبره، د ژمي په راتګ سره خلک بايد د برېښنا د سمې کارونې په برخه کې پام وکړي.

کابل کې د برېښنا د کېبلونو یو تنظیموونکی انجنیر

په کابل ښار کې د برېښنا د پارچاوۍ په اړه په داسې حال کې اندېښنې په ډېرېدو دي چې د راپورونو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت تېره اوونۍ هغه شرکتونو او کسانو ته يو مياشت وخت ورکړ چې د برېښنا د مصرف له امله پوروړي دي، خو پېسې يې نه‌دي ورکړي.

دغه شرکت ګواښ کړی که پوروړي په خپل وخت پيسې ورنه‌کړي برېښنا به‌يې ورپرې کړي.

برښنا شرکت وایي چې پر خلکو یې د برېښنا له درکه د پور کچه ۲۶ میلیارده افغانیو ته رسېدلې ده.