جرمني د اټمي پروګرام په اړه د ایران وړاندیزونه رد کړل

د ایران او جرمني ملي بیرغونه

جرمني د ایران د اټمي پروګرام د موافقې په اړه په اووم پړاو خبرو کې د تهران وړاندیزونه رد کړل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، برلین د تهران وړاندیزونه په ځیر او په بشپړ ډول ارزولي او دې نتیجې ته رسېدلي چې ایران په وروستیو میاشتو کې د شوېو موافقو پر کابو ټولو مسودو ځان ناګاره کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې له ایران سره په خبرو کې د تهران د وړاندیزونو پر وړاندې لومړنی غبرګون دی.

ده دا هم ویلي چې د ایران له لوري شوي وړاندیزونه د خبرو اترو د بریالیتوب سبب کېدای نه شي.