د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې

(ښی-کین) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره د نورو مسئلو ترڅنګ د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي.

لاوروف نن په نوې ډېلي کې خبریالانو ته ویلي، د دوی او هند دواړو هوکړه دا شوه چې طالبان باید له قومي او سیاسي پلوه ګډ او پراخ‌بنسټه حکومت جوړ کړي.

لاوروف ویلي، د طالبانو حکومت باید بشري حقونه خوندي کړي او د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ونیسي.

لاوروف وړاندیز کړی، که هند او ایران هم د افغانستان په اړه د ترویکا پلس ناستو غړي شي، ګټور اقدام به وي.

اوس په دې ټولنه کې متحده ایالات، روسیه، چین او پاکستان ځای لري چې مسکو او اسلام‌اباد کې یې د افغانستان په اړه غونډې هم کړې دي.

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو نن د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ملاقات مخکې خپلو کې سره وکتل او یو شمېر هوکړې یې وکړې.