ملګري ملتونه افغانستان کې خپل 'عملیاتي پلان' پراخوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي لیدنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، دغه هېواد کې خپل عملیاتي پلان پراخوي.

لاینز دا خبره نن د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې کړې ده.

نوموړې ویلي، دا مهال‌یې افغانستان کې ټولې څانګې پرانیستي او ځایي او نړیوال کارکوونکي یې دندو ته حاضر شوي دي.

د مېرمن لاینز او ښاغلي ستانکزي د لیدو کتو خبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.

د خبر له مخې لاینز ویلي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون لپاره به کار کوي او د نړۍ له هېوادونو به غواړي چې کابل کې بېرته خپل سفارتونه پرانیزي.