بلاروس د اوکراین پوځي اتشه احضار کړی

د بلاروس او اوکراین نقسې او بيرغونه

د بلاروس دفاع وزارت د اوکراین پوځي اتشه احضار کړی.

دا وروسته له هغه چې ادعا وشوه اوکراین د بلاروس هوايي حریم نقض کړی دی.

د بلاروس د دفاع وزارت د اوکراین پوځي اتشې ته د هغه څه په اړه اعتراض کړی چې د وزارت په وینا د بلاروس له فضایي حریم څخه اوکرایني الوتکو "زیاتې سرغړونې" کړي.

د بلاروس دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل چې بلاروس د هغه د احضارولو وروسته د اعتراض یو نوټ ورکړ. اتشې ته خبر ورکړل شوی چې "اوکراینی اړخ د نړیوالو نظامي همکاریو او د وسلو د کنټرول په برخه کې د اختلافي مسئلو د حل لپاره د خبرو اترو څخه ډډه کوي چې دا خورا د اندېښنې وړ ده."

د اوکراین د پوله‌ساتي خدماتو یوه ویاند دا تورونه رد کړل.

بلاروس د ۲۰۲۰ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته چې په نتیجه کې یې د الکساندر لوکاشینکا رژيم مظاهره‌چیان سخت وځپل د اروپايي ټولنې او لوېدیځ سره په سختو ډيپلوماتیکو او سیاسي لانجو کې ښکېل دی.

بلاروس د مظاهره‌چیانو د ځپلو په خاطر له بندیزونو سره مخ دی او اروپا تور پورې کوي چې د بندیزونو د ځوابولو لپاره بلاروسي رژيم د هغو کډوالو لپاره لار برابره کړې چې غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي.