عمران خان: د وژل شوي سریلانکايي وګړي په حق کې به عدالت اجرا کېږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان ژمنه کړې چې د وژل شوي سریلانکايي وګړي په حق کې به عدالت اجرا کېږي.

هغه په دې تړاو د سریلانکا له ولسمشر ګوتابیا راجاپاکسا سره خبرې کړي.

عمران خان په دې اړه ټویټ کې ویلي چې د سریلانکا له ولسمشر سره په خبرو کې یې د پاکستاني ولس د غوسې او شرم څرګندونه کړې ده.

عمران خان د ډسمبر پر څلورمه پر ټویټر لیکلي چې له سريلانکايي‌ ولسمشر ګوتابايا راجاپاکسا سره‌یې په متحده عرب اماراتو کې خبرې کړې دي.

عمران خان زیاته کړې: "ما هغه خبر کړ چې تر ۱۰۰ زیات کسان نیول شوي دي او له هغوی سره به سخت قانوني چلند کېږي."

سيالکوټ کې پر فابريکې د راپارېدلو کسانو حمله

د سريلانکا ولسمشر ګوتابايا راجاپاکسا د ډسمبر پر څلورمه پر ټویټر لیکلي چې د پاکستان په سیالکوټ کې رامنځته شوې پ‍ېښې ډېر اندېښمن کړی دی.

نوموړي لیکلي: "د سريلانکا ولس باور لري چې عمران خان او د هغه حکومت به د انصاف ورکړه او په پاکستان کې د پاتې سريلانکايي‌ کارګرانو خونديتوب باوري کوي."

عمران خان تر دې وړاندې د ډسمبر پر درېیمه پر ټويټر پانه ليکلي وو چې د پېښې د پلټنو په خپله څارنه کوي او په پېښه کې ښکېلو کسانو ته به له قانون سره سم سخته سزا ورکول کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د ډسمبر پر درېیمه د پنجاب په سیالکوټ کې يوې پارېدلې ډلې د سريلانکا یو وګړی لومړی په وهلو ټکولو وواژه او بیا یې د هغه مړی وسوځاوه.

د سیالکوټ پولیسو خبریالانو ته ویلي چې وژل شوی کس پریانتا کمارا د سريلانکا اوسېدونکی و چې د راجکو په نوم د جامو په یوه کمپنۍ کې یې کار کاوه.

پولیسو تر ۱۰۰ زیات کسان نیولي چې په‌کې اصلي تورن فرحان ادریس هم شامل دی.

قهرجنو کارګرانو تور پورې کړی وو چې سریلانکايي کس مذهب ته سپکاوی کړی و، نو ځکه دوی سزا ورکړه.

وژل شوی پريانتا کمار

خو پولیس وایي هېڅ داسې شواهد یې نه‌دي موندلي چې ثابته کړي پریانتا مذهب ته سپکاوی کړی وي.

د راجکو کمپنۍ مخ ته یوه ډله فعالان د سریلانکايي وګړي پریانتا د درنښت لپاره راټول شوي وو.

د دوی له ډلې د سیالکوټ د سوداګرۍ د خونې یوه غړي عُمیر امین فرانسپرس ته ویلي: "دا پېښه د ډېرې غندنې وړ ده. زه وایم چې دا د سیالکوټ په تاریخ کې توره ورځ ده، سریلانکا زموږ دوست دی او موږ په دې غمجنه پېښه کې د دوی په درد شریک یو، د دې پېښې غندنه کافي نه‌ده. فکر کوم چې مجرمینو ته په کافي اندازه سزا نه‌ورکول کېږي، ځکه هم دوی د دغسې کارونو جرئت پيدا کوي."

پاکستان کې تر دې مخکې هم د مذهب او دین د سپکاوي په تور باندې ګڼو خلکو ته پارېدلو خلکو په خپل سر سزاوې ورکړي. یوه لویه بېلګه د ځوان پښتون مشال خان وه چې د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۳مه د عبدالولي خان پوهنتون قهرجنو محصلینو مذهب ته د سپکاوي په تور په وهلو وهلو مړ کړ.

پولیسو تر څېړنو وروسته اعلان کړه چې مشال خان مذهب ته سپکاوی نه‌و کړی او دوی په دې تړاو کوم ثبوت پیدا نه کړ.