یونیسف: کندهار کې د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ په چارو بوخت یو

ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وایي، د دوی ګرځنده ټیمونه په کندهار او نورو ولایتونو کې د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ په چارو بوخت دي.

یونیسف ویلي، افغانستان کې له پنځو کلونو کشر یو میلیون ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

د دغې ادارې د افغانستان څانګې نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوی په لېرې پرتو سیمو کې د دغو ماشومانو د ژغورنې پر چارو لګیا دي.

له دې وړاندې کابل کې د اندراګاندي یا د ماشومانو د صحت روغتون مشر ازادي راډیو ته ویلي و چې روغتون ته د تېرو کلونو پرتله ډېر خوارځواکي ماشومان ور وړل کېږي.