چین ته د ځڼغوزیو د لېږد دوام؛ زر ټنه تازه ولېږدول شول

د خوست ځڼغوزي

له زر ټنو ډېر ځڼغوزي چین ته صادر شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن یکشنبه (د لیندۍ په ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل، چین ته د ځڼغوزیو د لېږد الوتنې په عادي ډول روانې دي چې تراوسه افغان سوداګر په دې بریالي شوي چې تر زر ټنه ډېر ځڼغوزي چین ته ولېږي.

خو ښاغلي مومند د دې زڼغوزیو د عاید په اړه معلومات ور نه کړل.

په څو ورځو کې داسې اوازې هم وې چې چين ته د ځڼغوریو صادرات درېدلي دي، خو ښاغلی مومند یې ردوي.

تردې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و چې سږکال له ۸ تر ۱۰ زره ټنو ځڼغوزي به چین ته صادر شي چې له دې لارې به نېږدې یو میلیارد دالر عاید ترلاسه شي.