بېلابېلو سیاستوالو او شخصیتونو د تیتڅو ناکامورا یاد ته درناوی کړی

تیتڅو ناکامورا 

بېلابېلو سیاستوالو او مهمو شخصیتونو د تیتڅو ناکامورا د عکسونو او ویډیوګانو په خپرولو سره د هغه یاد ته درناوی ښوولی دی.

پرون د ډسمبر څلورمه د ډاکټر ناکامورا د وژل کېدو له دویم تلین سره برابره وه.

دی چې په کاکا مراد هم مشهور و، دوه کاله مخکې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.

د پي ایم اېس خیریه بنسټ مشر تیتڅو ناکامورا کلونه په افغانستان کې تېر کړي وو او د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې یې ګڼې پروژې عملي کړې وې.

تیتڅو ناکامورا ته د هغه د بیارغونې کارونو ته په درناوي د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی و.