بدخشان کې د مني د دوهم پړاو د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

آرشیف، په بدخشان کې د وزلوبې سیالۍ

د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د مني د دوهم پړاو د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وويل، دغه لوبې چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، د کېشم، درایم، ارګو، جرم، شهدا، بهارک، يفتل او همدا راز د مرکز فيض اباد ښار د چاپ اندازانو په ګډون جمعه مازيګر پای ته ورسېدې.

د ښاغلي قاري زاده په خبره،په دې سياليو کې لومړى مقام کېشم دوهم ارګو ولسوالۍ او درېيم مرکز فيض اباد خپل کړ.

دا لوبې غوره چاپ اندازانو ته د ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسېدې.