پاکستان: د سریلانکايي وګړي د سوځولو په تور له سلو زیات کسان نیول شوي

ارشیف، د پاکستان پولیس

پاکستاني چارواکي وايي، په کفر ویلو د یوه تورن سریلانکايي وګړي د سوځولو په قضیه کې یې له سلو زیات کسان نیولي دي.

پولیس وايي چې پرون (د ډسمبر په درېیمه) د پنجاب په سیالکوټ ولسوالۍ کې د جامو د جوړولو د یوې فابریکې د صادراتو منیجر پریانتا کومارا د کارګرانو له خوا په مرګ وهل شوی او بیا یې مړی په عام محضر کې سوځولی شوی دی.

دا پېښه د پاکستان د سیاسي او پوځي چارواکو، مذهبي شخصتیونو او مدني فعالانو له خوا په کلکه وغندل شوه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پر ټویټر په یوه بیان کې دا عمل بوږنوونکی بللی او ژمنه یې کړې چې عاملانو ته به یې سزا ورکړل شي.

د پنجاب ایالتي ویاند حسن خاور نن وویل چې د دې قضیې په تړاو ۱۱۸ کسان نیول شوي دي: "تاسو ته ډاډ درکوم چې عدالت به پلی کېږي او علني به وي. هېڅ متمدن هېواد نه شي کولی چې داسې یوه ناوړه او عمل ته اجازه ورکړي. موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې ټول تورن به راوړل کېږي او هېڅوک به مستثنا نه وي."

د اړوندې فابریکې یو کارګر د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د فابریکې کارګران ادعا کوي چې د سریلانکایي منیجر د کثافاتو په ټوکرۍ کې د قرانکریم سوځېدلې پاڼې موندل شوي دي.

د سریلانکا صدراعظم ویلي دي چې دې حملې ټکان ورکړی دی.

هغه زیاتوي چې دی ډاډه دی چې د پاکستان صدراعظم به عدالت ته په قضیه کې د ښکېلو کسانو د سپارلو پر ژمنه ودرېږي.