د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت والي له یوې چاودنې روغ ووت

د افغانستان په نقشه کې د پنجشېر ولایت

د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت والي په کابل کې له یوې بمي چاودنې څخه روغ ووت.

جرمني خبري اژانس د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر عبدالحمید خراساني له قوله خبر ورکوي چې وايي، پر مولوي قدرت الله نن له غرمې مخکې د کابل په تایمني سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.

خراساني ویلي دي چې په دې چاودنه کې والي او محافظانو ته یې زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړه خو ویې ویل چې تلفات نه لري.

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.