د بیارغونې وجهي صندوق به افغانستان ته د پیسو د لېږد پرېکړه وکړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق تمویلونکو موافقه کړې چې د دسمبر تر لسمې نېټې به افغانستان کې مرسته کوونکو ادارو ته د پیسو د لېږد په اړه پرېکړه وکړي.

رویټرز دا خبره د نړیوال بانک د یوه ویاند په حواله چې نوم یې نه دی یاد شوی، کړې ده.

نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق مدیریت کوي.

تېره اوونۍ راپور ورکړل شو چې د نړیوال بانک بورډ په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف لپاره د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د لېږد ملاتړ کړی دی.

دا د بیارغونې وجهې صندق د یو میلیارډ او ۵۰۰ میلیونه هغو ډالرو یوه برخه ده چې افغانستان کې د طالبانو په راتګ کنګل شوې.