توماس وېسټ د ښځو په اړه د طالبانو د نوي فرمان هرکلی کړی

توماس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هېبت الله اخُندزاده د فرمان هرکلی کړی، خو ویلې یې دي، ډېر څه نور باید ترسره شي.

ښاغلي وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه د فرمان د هغې برخې یادونه کړې چې د واده په اړه د ښځې رضایت په کې تامین شوی او دا حق ورکړل شوی چې له چا سره واده وکړي.

وېسټ یادونه کړې چې دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ښوونځیو، کارځای، سیاست او رسنیو په ګډون د ټولنې نورو برخو کې هم د ښځو حقونه رعایت کیږي.

ملاهېبت الله اخُندزاده پرون جمعه د ښځو او نجونو د یو شمېر حقونو په اړه فرمان ورکړ.

د دغه شپږ ماده ییز فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجلۍ رضا اړینه ده.

په یوه بله ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او باید په بدو کې ورنه کړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ګڼ شمېر نجونې او ښځې له تعلیم او کاره بې برخې شوې.

طالبان وایي، د وخت په تېریدو به دا حقونه هم تامین شي.