'UNHCR': په کور دننه درې نیم میلیونه افغانان روان کړکېچ بې ځایه کړي

ارشیف، هرات کې یوه بې ځایه شوې کورنۍ

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې دننه درې نیم میلیونه کسان د روان کړکېچ له کبله بې ځایه شوي چې له دې ډلې ۷ لکه کسان یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د UNHCR ویاند بابر بلوچ پرون جمعه (د لېندۍ ۱۲مه) په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې د دې کسانو د لاسنیوي لپاره نورو بشري مرستو ته اړتیا ده.

ښاغلي بلوچ زیاته کړه چې دا خلک سرپناه، خوړو او نورو لومړنیو شیانو ته اړتیا لري: "ډېری کورنۍ له سختې یخنۍ دخلاصون لپاره مناسبې سرپناه او نورو ضروري شیانو ته اړتیا لري. لوږه په دې هېواد کې د اټکل له کچې لوړه شوې ده. نژدې ۲۳ میلیونه افغانان چې د هېواد د ټولو وګړو په سلو کې نژدې ۵۵ جوړوي، له سختې لوږې او شااوخوا نهه میلیونه کسان د قحطۍ له خطر سره مخ دي."

د 'UNHCR' ویاند زیاته کړه چې ملګري ملتونه هره ورځ شااوخوا ۶۰ زره افغان وګړو ته بشري مرستې رسوي، خو د بابر بلوچ په وینا د مرستو د رسولو پر مهال دوی له زرګونه نورو کسانو سره هم مخامخ کېږي چې مرستو ته اړ دي.