پاکستان کې پارېدلو کسانو يو سریلانکايی مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژلی

ارشيف، پاکستاني پوليس

د پاکستان په پنجاب ایالت کې پارېدلو کسانو، د سریلانکا یو وګړی د هغه څه له کبله چې مقدساتو ته سپکاوی بلل شوی، وژلی او بیا یې مړي ته اور وراچولی دی.

په سیالکوټ کې د پولیسو یوه افسر عمر سعید ملک خبریالانو ته وویل چې پریانتکا کومارا (Priyanthka Kumara) چې د (راجکو) په نوم د جامو شرکت د صادراتو مدیر و، د کارګرانو له‌خوا مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله نعیم ویلي چې د فابریکې کارګرانو د سریلانکا د دغه وګړي د دفتر په کثافت دانۍ کې د قران کریم څو پاڼې موندلې دي.

راپورونه وايي، د دغه کس د وهل ډبولو په وخت کې پارېدلو کسانو د «لبیک یا رسول الله» شعارونه ورکول.

دا تر ډېره د پاکستان د تحریک لبیک افراطي ګوند شعار دی، هغه ګوند چې تېره میاشت‌یې په پنجاب کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وکړې او په اخ‌وډب کې شپږ پولیس وژل شوي وو.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري چې د اوضاع د کنټرول لپاره د پولیسو تر رسېدو مخکې خلک د سریلانکا د دغه وګړي مړی په ډنډو وهي.