ترکمنستان د نړۍ تر ټولو کمزوری انټرنټ لرونکی هېواد وبلل شو

د انټرنټ په اړه د کېبل ټکی سي او ټکی یو کې (Cable.co.uk) د راپور ګراف

ترکمنستان د نړۍ په سطحه تر ټولو د کمزوري انټرنټ لرونکی هېواد وبلل شو.

په دغه هېواد کې یو څوک د یوه فلم د ډاونلوډ لپاره یوې پوره ورځې ته اړتیا لري.

د کېبل ټکی سي او ټکی یو کې (Cable.co.uk) په هغه راپور کې چې په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ په سطحه د انټرنټي خدماتو په اړه دی، ویلي: "په ۲۲۴ هېوادونو کې د شوې سروې له مخې، ترکمنستان تر ټولو کمزوری انټرنټ لري چې سرعت‌یې په یوه ثانیه کې ۰،۵۰ مېګابایټس دی."

د دې بنسټ په حواله، که یو څوک غواړي په ترکمنستان کې د پنځه جي بي یو فلم ډاونلوډ کړي، ۲۲ ساعتونو او ۳۴ دقیقو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې ترکمنستان چې د منځنۍ اسیا یو منزوي هېواد دی، تر جګړه‌ځپلو هېوادونو لکه یمن، جنوبي سوډان، سومالیا او افغانستان هم د انټرنټ د سرعت له مخې شاته پاتې دی.