د طالبانو رهبر د افغان ښځو د ځينو حقونو په اړه نوی فرمان ورکړ

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله انځور او د طالبانو د بيرغونو ترڅنګ ولاړ ځيني وسله‌وال طالبان

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده په یوه فرمان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د ځینو برخو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

د دغه فرمان چې شپږ مادې لري او نن خپور شوی، په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجونو رضایت ضروري دی، خو چې د طالبانو د مشر په وینا د فتنې او فساد خطر په کې نه‌وي.

د فرمان په دوهمه ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوک‌یې چا ته د روغې په بدل کې په بدو کې نه‌شي ورکولای.

په فرمان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق په باب څه نه‌دي ویل شوي، هغه څه چې په افغانستان کې دننه او نړۍ کې ورباندې اندېښنې ښوول شوې دي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، نجونې په اکثرو ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه‌لري، د دولتي ادارو ډېری ښځینه کارکوونکې هم د کار له حقه بې‌برخې شوې دي.