د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي

ارشيف، کابل کې پر يوه واټ پرته سوالګره مور او ماشوم‌يې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مري الن مک‌ګروتي له قوله، دوی په دې هېواد کې د روان بشري ناورین بدو پایلو ته ډېر اندېښمن دي.

اغلې مک‌ګروتي زياتوي: "اړتیا ده چې اوس‌مهال بشري اړتیاوې له سیاسي موضوعاتو جلا شي او د افغانستان بې‌ګناه خلک او ماشومان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، باید له دې امله چې په دې هېواد کې زېږېدلي، له لوږې ونه‌مري. "

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا درې برابره زیاته شوې او د ژمي په پیل سره به، خپل وروستي حد ته ورسېږي.

د دغه پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۳ ملیونه انسانان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د ستونزو د حل لپاره باید ۲،۶ میلیارده ډالره مرسته وشي.

افغانستان کې له يو شمېر بې‌وزله کورنيو سره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مرستې

دا پروګرام یو ځل بیا د هغو ۳،۲ ملیون ماشومانو په اړه چې خوارځواکۍ ځپلي خبرداری ورکوي او وايي، که بېړنۍ مرستې ورونه‌رسېږي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د بې‌وزلو افغانانو لاسنیوي ته راودانګي او دوی له یاده ونه‌باسي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بې‌وزلي ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې ده.

د افغانستان پلازمېنه کابل، هغه ځای چېرته چې موده وړاندې د نږدې ۶ ملیونه انسانانو د ژوند څرخ روان و او توانېدل چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، خو نن د بشري ناورین د بد برخلیک سره مخ دی.

کابل کې د بې‌وزله بې‌ځايه شويو کورنيو يو شمېر ماشومان چې د سوځولو او خرڅولو لپاره له ډېرانونو ځيني شيان ټولوي.

د دې ښار په يوه څنډه کې نسبتاً د یوه ډېر عمر لرونکې مېرمن د بازار په منځ کې په لوړ غږ له خلکو غواړي چې د غوړیو یو وړوکی پاکټ ورته واخلي.

دا ښايي نن سبا د افغانستان په ډېری سیمو کې د یو شمېر خلکو غږ کوي، ځکه د راپورونو پر بنسټ د دې هېواد د نږدې ۳۳ ملیوني نفوس ۲۳ ملیونه‌یې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

محمد زمان په جلال‌اباد ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري. دی وايي، امنیت اوس په ټول وطن کې ښه شوی، خو خلک ډوډۍ نه‌لري.

دی وايي: "نیم توکي په نیمه بیه او نیم نور بیا په تاوان پلورو. وضعیت ښه شوی، غلا ورکه شوې، خو ډوډۍ هم ورسره ورکه شوې ده."

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د روان بشري ناورین په اړه اندېښنې پر ځای بولي او د خوړو نړیوال پروګرام له دې دریځ هرکلی کوي چې بشري مرستې باید د سیاسي موضوعاتو ښکار ونه‌ګرځي.

د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "باید نړیواله ټولنه، مقتدر اقتصادي هېوادونه او بشري سازمانونه په دې ټولو برخو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د دې ستونزو په له‌منځه وړلو کې د پام وړ همکاري رامنځته شي."

له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتو، د مخکېني نظام ناڅاپي سقوط، د بهرنیو مرستو بندېدو، د طالبانو پر حکومت اقتصادي بندیزونو او له دې هېواده د پانګې د فرار سربېره، وچکالۍ هم په افغانستان کې د روان بشري ناورین ملا ورتړلې.

د خوراکي موادو کمښت له یوې خوا او د روغتیايي نظام د له‌‌منځه تلو وېره له بلې خوا، د افغانستان د راتلونکي بد وضعیت په اړه ذهن کې یو زړه بوږونکی انځور ترسیموي.