د بلاروس پر سیاسي او اقتصادي څېرو بندیزونه پراخ شول

ارشیف، الکساندر لوکاشینکار او یو شمېر نور بلاروسي چارواکي

اروپایي ټولنې، امریکا او د لوېدیځ کلیدي متحدانو د بلاروس پر سیاسي او اقتصادي څېرو بندیزونه پراخ کړل.

اروپایي ټولنه وایي، وزیرانو یې پر بلاروس د نویو بندیزونو طرحه پرون (د ډسمبر ۲مه) په یوه غونډه کې تأیید کړه.

دا له کله نه چې د ۲۰۲۰ کال په اګسټ کې الکساندر لوکاشینکا ځان د بلاروس د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، پر بلاروس د اروپایي ټولنې پنځم پړاو بندیزونه دي.

د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا

دغه بلاروسي چارواکي په ډیموکراسۍ ضد چلند، د بشري حقونو په سرغړونه او له کډوالو په ناوړه استفادې تورن دي.

د بلاروس رژیم تورن دی چې هغه هېواد کې یې له ټاکنو وروسته ډیموکراسۍ پلوه مظاهره‌چیان ځپلي او زرګونه تنه‌یې توقیف کړي دي.

د بلاروس د رژیم له‌خوا د سیاسي مخالفانو د شکنجې راپورونه هم ورکړل شوي او "مؤثقو" راپورونو ښودلې چې یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.

د مظاهره‌چیانو پر ځپلو سربېره اروپایي ټولنه د بلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې د کډوالۍ د رامنځته شوي ناورین لامل هم د بلاروس رژیم بولي.

دغې پوله کې زرګونه کډوال راټول شوي او هڅه کوي چې پولنډ ته ننوځي.

د بلاروس یوه سرحدي سیمه کې یو شمېر پناه غوښتونکي

په دغو زرګونه کډوالو کې د منځني ختیځ، افریقا او افغانستان اتباع شامل دي چې په ناوړه بشري وضعیت‌یې پرله‌پسې اندېښنې وښودل شوې.

د اروپایي ټولنې په نویو اعلان شویو بندیزونو کې د بلاروس ۱۷ شخصیتونه او ۱۱ هغه ادارې په نښه شوي چې د کډوالۍ د ناورین مسؤلې بلل کېږي.

بلاروس بیا دې بندیزونو ته غبرګون ښودلی او ویلي يې دي، تند ځواب به ورکړي.

د بلاروس او اروپایي ټولنې ترمنځ د ناندریو له پيله تر اوسه دغې ټولنې پر ۱۸۳ بلاروسي چارواکو او ۲۶ ادارو بندیزونه لګولي دي.

بریتانیا، متحده ایالاتو او کاناډا هم له خپله اړخه د بلاروس پر شرکتونو د سزا اقدامات وضع کړي دي.

اروپایي ټولنې، امریکا، بریتانیا او کاناډا په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: "په بلاروس کې پر بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د حملو دوام له نړیوالو اصولو سرغړونه ده او د ځپنې د اقداماتو د تکرار ښکارندويي کوي."

د اروپايي ټولنې بیرغ

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، د خپلو بندیزونو په پنځم پړاو کې یې د بلاروس پر ۲۰ چارواکو، ۱۲ شرکتونو او درېیو الوتکو بندیزونه لګولي دي.

دوی هم د خپلو بندیزونو لاملونه د بلاروسي چارواکو له‌خوا د کډوالو قاچاق او قرباني کول یاد کړي دي.

کله چې تېر کال د اروپایي ټولنې او بلاروس ترمنځ اړیکې ناندریزې شوې او دې ټولنې پر بلاروس بندیزونه ولګول، د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا ګواښ وکړ چې د دغې ټولنې د پولو امنیت به له‌منځه یوسي.

د اروپایي ټولنې په پخوانیو بندیزونو کې لوکاشینکا او د هغه دوه زامن هم په نښه شوي، خو د بلاروس د رژیم سیاسي مخالفې سویتلانا تیخانوفسکایا د اروپایي ټولنې لګول شوي څلور پړاوه بندیزونه کمزوري بللي دي.

د بلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا له دې وړاندې پر اروپایي ټولنې نیوکه کړې.

هغه ویلي، که دوی کډال د پولنډ پولې ته هم راوستلي وي، اروپایي ټولنه‌یې په منعه کولو سره، د پناه غوښتنې نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي.