طالبان: ویاندویان مکلف دي چې د اړتیا په صورت کې رسنیو ته معلومات ورکړي

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت وایي، په کابل او ولایتونو کې یې ویاندویان مکلف دي چې د اړتیا په صورت کې رسنیو ته معلومات ورکړي.

دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون خپلو ویاندویانو ته د یوه روزنیز پروګرام په پای کې وکړه.

دې غونډې ته د رسنیو ځیني مسؤلان هم ورغوښتل شوي وو چې هغوی له طالبانو نه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

طالبانو پرون د ۲۵ وزارتونو او ادارو لپاره خپل ټاکل شوي ویاندویان هم رسنیو ته وروپېژندل.

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې څه موده وړاندې په یوه نظر پوښتنه کې ویلي و چې د طالبانو په راتګ ۷۵ سلنه رسنۍ تړل شوي او اطلاعاتو ته لاسرسی هم ستونزمن شوی دی.