د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران لا هم وخت لري اټمي تړون ته راوګرځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، له وروستیو لفاظیو سره سره ایران لا هم وخت لري چې د اټمي تړون ژمنو ته راوګرځي.

بلېنکن ویلي د ایران وروستي تحرکات د خوشبینۍ ډېر احساس نه‌ورکوي، خو په خبره‌یې ایران ته لا ډېره ناوخته نه‌ده چې شاتګ وکړي.

بلېنکن خبریالانو ته ویلي، نړیواله ټولنه به نږدې راتلونکي کې دا څرک ولګوي چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته بېرته ورګرځي او که نه.

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې ایران اټمي فعالیتونه محدود کړل او لوېدیځ‌یې په بدل کې پر دغه هېواد لګول شوي اقتصادي بندیزونه لیرې کړل.

۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړونه ووته، پر ایران‌یې بندیزونه ولګول چې ورسره ایران هم بېرته خپل اټمي فعالیتونه زیات کړل.