واشنګټن پوسټ: طالبانو د پخوانیو ځواکونو پرضد د هدفي وژنو کمپاین پيل کړی

ارشیف، وسله وال طالبان

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو پرضد د هدفي وژنو کمپاین پيل کړی دی.

مقاله د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د یوې هدفي وژني په کیسه پیل شوې ده.

د پېښې کیسه یوه عیني شاهد واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته کړې ده چې وايي، د اګسټ میاشتې په اخره کې وسله والو طالبانو د دوو پخواني پوله ساتونکو پولیسو پر کور حمله وکړه، هغوی يې ووژل او مړي يې په کوڅه کې پرېښودل. کورنۍ یې مړي خاورو ته وسپارل او له هغه ځایه کډه شوه.

د مقالې په وینا، دا ډول پېښې د افغانستان په جنوب کې د هرې ورځې کیسه ده او دا وروسته له هغه چې طالبانو په اګسټ میاشت کې کابل ته ننوتل او په افغانستان کې يې خپل واک اعلان کړ.

مقاله یادونه کوي چې د هلمند، کندهار او جنوب د نورو سیمو دا ډول کیسې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل راپور کې هم راپورته کړي چې له اګسټ میاشتې راهیسې يې د پخواني افغان دولتي کار کوونکو تر سل زیاتې وژنې او اختطافونه یې ثبت کړي.

واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې لیکلي چې دا وژنې په داسې حال کې دي چې طالبانو د افغان حکومت پخواني کار کوونکو او امنیتي ځواکونو ته د عامې عفوې اعلان کړی وو او پر طالبانو نړیوال فشار اغېز نه دی کړی چې د بشري حقونو د سرغړونو مخه ونیسي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ملګروملتونو کې د طالبانو د استازیتوب د ردېدو پرېکړې ته کتلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت او میانمار د واکمن پوځ هڅې چې غوښتل یې نړیوال يې په رسمیت وپيژني، د چهارشنبې په ورځ هغه مهال بې ځایه لاړې چې ملګرو ملتونو د دواړو هېوادونو د استازو په اړه پرېکړه وځنډوله.

له افغانستانه په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي لپاره او له میانماره د پوځ د استازي لپاره اوس او په ډېر احتمال سره تر ۲۰۲۲میلادي کال پورې غړیتوب ځنډول شوی دی.

امریکا او د ۱۹۳ غړیو لرونکي سازمان، ملګرو ملتونو او ګڼو د بشري حقونو مدافع سازمانونو د طالبانو او د میانمار د پوځ ځپونکي اقدامات غندلي دي.

مقاله یادونه کوي چې طالبانو په اګسټ میاشت کې افغان حکومت ړنګ او د افغانستان کنټرول په خپل لاس کې واخېست او په میانمار کې پوځ په فبرورۍ میاشت کې په کودتا سره د دې هېواد ملکي حکومت له منځه یووړ.

مقاله یادونه کوي چې یو شمېر طالب مشران تراوسه د ملګروملتونو په تور لېست کې دي.

ګڼو سترو قدرتونو لکه روسیې او امریکا ویلي چې د رسمیت پېژندلو په برخه کې تر هر ډول پرېکړې مخکې باید د طالبانو چلند وڅارل شي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د یوه افغان هلک په اړه لیکلي چې یوه میاشت لا نه کېږي چې بریتانیې ته رسېدلی خو هلته ورک شوی دی.

د پولیسو له قوله ویل شوي چې د ۱۱ کلن محمد خان د لټون عملیات يې پیل کړي دي چې تېرځل د سې شنبې په ورځ د مازېګر پر څلورو بجو لیدل شوی وو.

د مقالې په وینا محمد خان فوټبال ته تللی وو، خو چې خپل کور ته ستون نه شو پولیسو د ده عکسونه خپاره کړل او پلټنې يې پیل کړې.

دا هلک پښتون یاد شوی او د پولیسو د معلوماتو پر اساس، انګلیسي يې بیخي لږه زده ده.