تازه څېړنه: د چرسو معتادو مېرمنو نوي زېږېدلي ماشومان په اوتيزم ناروغۍ اخته وي

ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر معتادې مېرمنې او ماشومان‌یې

په امريکا کې يوه نوې څېړنه ښيي، هغه مېرمنې چې د چرسو نشه کوي، د هغوی ماشومان د مور په ګېډه کې په ژور خفګان، رواني فشار او اوتيزم ناروغيو اخته کېږي.

په دې څېړنه کې دا هم راغلي چې د چرسي مور په ماشومانو کې د چرسو ناوړه اثرات ان دا چې له درېيو څخه نيولې بيا تر شپږو کلونو پورې هم پاته کېږي.

دا څېړنه چې د امريکا متحده ايالاتو په نيويارک ايالت کې پر ۳۲۲ امېندوارو میندو ترسره شوې ښيي چې د چرسو نشه ښځو ته د ژور خفګان ناروغي پيدا کوي، د هغوی نوي زېږېدلي ماشومان به هم په ژور خفګان اخته او د دې ترڅنګ به جنجالي او غالمغالي هم وي.

دا څېړنه ښيي چې چرس د مور په ګېده کې ماشوم ته هم زيان رسوي.

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې برخې ډاکتران وايي چې دوی هم له دغه ډول پېښو سره مخ شوي او ان دا چې نوي زېږېدلي معتاد ماشومان‌يې هم ليدلي دي.

د ښځينه معتادینو د درملنې روغتون ډاکتره فوزيه وايي، هغه ښځې چې د چرسو نشه کوي، د نورو معتادو ښځو په پرتله ډېرې روغتيايي ستونزې لري.

ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر معتادې مېرمنې او ماشومان‌یې

دا زیاتوي: "موږ ته له کليوالو سيمو څخه پنځه ښځې راغلې وې چې تازه‌يې ودونه کړي وو. دوی د چرسو نشه کوله، ځکه چې د کور نورو غړو يې هم همدا نشه کوله، د درملنې پر مهال د دوی د زهر ايستلو پړاو تر هغو معتادینو ډېر خراب و چې د هيروئينو، ترياکو، ښیښې او کرستالو نشه‌يې کوله."

په دې څېړنه کې ويل شوي چې ډېری ميندې له ژور خفګان او رواني فشار څخه د تېښتې لپاره د چرسو نشو ته مخه کوي، خو دوی نه‌پوهېږي چې د چرسو نشه‌يې نه‌يوازې دا چې دا درد نه دوا کوي، بلکې د اعصابو سيستم‌يې کمزوری کوي او د دې ترڅنګ نسايي او ولادي ناروغۍ هم ورته پيدا کوي.

د ښځينه معتادینو د سل بستريز روغتون مرستياله ډاکتر فريما نېکهت وايي، دوی ته چې کومې ښځې ورځي ډېری يې دغه ډول ناروغۍ لري، ځکه نو دوی مجبور دي چې هم د مور او هم‌يې د بچي درملنه وکړي.

ډاکتر نېکهت وايي: "کله چې ماشوم د مور په ګېډه کې وي هلته د مور په خوړو ژوند کوي، ښکاره خبره ده څه شی چې مور خوري د دې له لارې يې ماشوم ته هم رسېږي. کله چې يوه امېندواره ښځه رواني فشار او ژور خفګان ولري، کله چې يې ماشوم وزېږي، هغه هم دغه ډول ستونزې لري، موږ دغه ډول امېندواره ناروغانې درلودې، کله چې يې ماشومان وزېږېدل، ماشومان‌يې ډېر ناارامه وو چې بيا يې موږ د درملو په وسيله درملنه وکړه."

ارشیف، یوه افغانه ډاکتره او یو شمېر معتادې مېرمنې

هغه کارپوهان چې دا څېړنه يې کړې وايي، د چرسو په اړه د ميندو غلطه انګېرنه او کاذبه خوشبيني د دې سبب شوې چې دوی په چرسو معتادې شي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر ګل اصغر شريف‌يار خو لا دا توصيه هم کوي چې بايد هغه ميندې بېخي امېندواره نه‌شي چې په چرسو معتادې وي.

ده وویل: "هغه ميندې چې نشه کوي بايد هڅه وکړي چې امېندواره نه‌شي، خو بيا هم که امېندواره کېږي بايد کوښښ وکړي چې د نشه‌يي موادو اندازه کمه کړي او په پرله‌پسې ډول له رواني او معتادینو د درملنې له متخصص سره مشوره وکړي، هغوی به داسې درمل ورکړي چې لږ تر لږه ماشوم ته د زهري موادو د انتقال مخه ونيول شي."

که څه هم په افغانستان کې د هغو ښځينه معتادینو کره شمېر نه‌دی څرګند چې د چرسو نشه کوي، خو د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ته د ورغلو معتادینو څخه څرګندېږي چې په کليوالو او ښاري سيمو کې د چرسو د نشو له ډېروالي سره د ښځينه چرسيانو شمېر هم ډېر شوی دی.

د دې راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تازه څېړنه: په چرسو د معتادو مېرمنو نوي زېږېدلي ماشومان د اوتيزم په ناروغۍ اخته وي