کابل کې لسګونه ښځو د عدالت غوښتنې په پار اعتراضي ناسته وکړه 

ارشیف، کابل کې د مېرمنو اعتراض

نن په کابل کې لسګونه ښځو له یوه سرپټي ځایه د عدالت غوښتنې په پار اعتراضي ناسته وکړه.

دغو ښځو په یوه ویډیو کې چې ازادي راډيو ته یې استولې ویلي چې بهر د لاریون لپاره وتلی نه شي او ادعا کوي چې د طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوې دي: "موږ په مرګ ګواښل شوي یو. موږ واټونو ته نه شو وتلی یعنې خپل غږ بهر نه شو پورته کولی. مجبوره یو چې د عدالت غوښتنې غږ له سرپټو ځایونو پورته کړو او له نړیوالې ټولنې وغواړو چې زموږ پیغامونه ولولي. موږ څه غواړو همدا چې ښوونځي باید پرانیستل شي او ښځې د زده کړو او کار حق لري."

دغو ښځو له دې مخکې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د مظاهرو هڅه کوله، خو اکثر د طالبانو له خوا نه پرېښودل کېدې او د راپورونو له مخې ان ځینې وخت د طالبانو وسله والو وهلې هم دي.