سور صلیب: وچکالۍ افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ کړی

افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون خبرداری ورکوي چې سږکال افغانستان د وچکالۍ له امله له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

د دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې راغلي، چې همدا اوس څه ناڅه ۲۲ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له جدي کموالي سره مخ دي، ځکه وچکالي ۸۰ سلنه کرنېزې ځمکې اغېزمنې کړي، خلک یې د خپلو سیمو پریښودو ته اړ کړي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ویلي چې دوی هڅه کوي په روان ژمي کې درې زره ټنه خوراکي توکي په دوه لکه او لس زره اړمنو افغانانو وویشي.

په اعلامیه کې د دغه فدراسیون د اسیا د برخې اجرائیه رییس له خولې ویل شوي چې همدا اوس خلک له لوږې او سړو سره مخ دي او که مرستې په خپل وخت ونه رسېږي، نو یو انساني ناورین به رامنځته شي.