ملګري ملتونه: ایران فوردو تأسیساتو کې د یورانیمو غني کول پیل کړي

ایران کې سنترفیوژونه

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي، ایران تر ځمکې لاندې فوردو تأسیساتو کې په نویو سنترفیوژونو کې د یورانیمو غني کول پیل کړي دي.

دغه پرمختګ به د ایران او د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره پیل شویو خبرو کې نوې اندېښنې راپورته کړي.

د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې پرون په یوه راپور کې وویل چې ایران په فوردو تأسیساتو کې په نویو پرمختللو سنترفیژونو کې تر ۲۰ سلنه پورې د خالصو یورانیمو غني کول پیل کړي دي.

دې ادارې ویلي چې څارونکو یې د نومبر په ۳۰مه له دغو تأسیساتو کتنه وکړه او راپور یې ورکړ چې په دې پیمانه د یورانیمو غني کول په‌کې پیل شوي دي.

ایران تأيید کړه چې په دې تأسیساتو کې تر ۲۰ فیصدو پورې د یورانیمو غني کېدل پیل شوي، خو په ویانا مېشته اداره کې د دې هېواد استازي د ملګرو ملتونو دغه راپور کم اهمیته وښود او ویې‌ویل، دا په ایران کې په منظم ډول د تأيید د مقرراتو یوه عادي چاره ده.