د طالبانو حکومت د ټولو ولایتونو د امنیه قوماندانیو لپاره ویاندویان ګوماري

طالبان او خلک

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د ټولو ولایتونو د امنیه قوماندانیو لپاره به ویاندویان وګماري.

ډېری خبریالان شکایت کوي چې د طالبانو له واکمنېدو سره د بیان ازادي محدوده شوې او طالب چارواکي د موضوعاتو په اړه معلومات نه‌ورکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي پرون د ژورنالېستانو د خپلواک انجمن ملي کنفرانس ته وویل، د دوی حکومت د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دی او ژر به د ولایتونو امنیه قوماندانیو ته ویاندویان وګومارل شي چې له خبریالانو سره به پر وخت معلومات شریکوي.

د ښاغلي خوستي په وینا حاضر دمه د ۸ ولایتونو امنیه قوماندانۍ ویاندویان لري.