د افغانستان برښنا شرکت: خلک د برېښنا له درکه ۲۶ میلیارده افغانۍ پوروړي دي

ارشیف، د برېښنا د لګښت د معلومولو میتر

د برېښنا د لګښت له درکه په خلکو د افغانستان برښنا شرکت ۲۶ میلیارده افغانۍ پور.

د افغانستان برښنا شرکت وايي ډېری پوروړي يې د پخواني دولت چارواکي، سیاسیون، عام پېرېدونکي او صنعتي فابریکې دي.

د برښنا شرکت مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۰» په یو خبري کنفرانس کې وویل چې یو شمېر قومي مشرانو او سیاسي رهبرانو په تېرو ۲۰ کلونو کې ان یو ځل هم د برېښنا لګښت نه‌دی پرې کړی.

د دې شرکت سوداګریز رئیس عبدالرحمن رحماني که څه هم د کوم کس نوم وانه‌خیست، خو ویې‌ویل چې که وضعیت دغه‌شان دوام وکړي، ستونزې به زیاتې شي.

ښاغلی رحماني زیاتوي: "د پوروړو د پور د نه ادا کولو له امله په خلکو د برېښنا شرکت د پور کچه ۲۶ میلیارده افغانیو ته رسېږي، که وضعیت دغه‌شان دوام وکړي نو برښنا شرکت نه‌شي کولای چې د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته پیسې ورکړي، که په دې صورت کې پر افغانستان برېښنا قطع کېږي، نو یوازنی لامل به‌يې د دغه پورونو نه ادا کول وي."

برښنا شرکت

د دې شرکت مسؤلین وايي د برېښنا پوروړو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی که په دې موده کې خپل پورونه ادا نه‌کړي په کور دننه‌يې جایدادونه مصادره کېږي.

خو په ورته وخت کې د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله نورزي ازادي راډيو ته وویل چې يه تېره یوه میاشت کې ځينو پوروړو خپل پورونه ادا کړي او یو شمېر نورو د خپلو پورونو د ادا کولو ژمنې کړې دي.

دی وايي: "که دوی په راتلونکې یوه میاشت کې خپل د برېښنا پورونه ادا نه‌کړي، موږ ورسره قانوني چلند کوو او دوی به څارنوالۍ ته وپېژندل شي، د هغه طرزالعمل پر بنسټ چې د تأييد لپاره رئیس‌الوزرا ته استول شوی دی، که چېرې دوی خپل پورونه ادا نه‌کړي جایدادونه‌يې مصادره کېږي، په دې صورت کې بیا هېڅوک د شکایت حق نه‌لري."

د برښنا شرکت مسؤلین وايي، د دې شرکت لوی پوروړي چې اوس‌مهال له افغانستانه بهر دي باید د یو لارښود پر بنسټ چې د برښنا شرکت له لوري ورکول کېږي خپل پورونه پرې کړي.

دوی د بېلګې په ډول د هرات د پخواني والي محمد اسماعیل نوم واخیست چې اوس‌مهال له هېواده بهر دی، خو خپل د برېښنا پورونه‌يې پرې کړل.

د هرات پخوانی والي محمد اسماعیل

د برښنا شرکت مسؤلین وايي، که پورونه‌يې ادا شي نو دوی به دا پیسې د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مرکزي اسیا هغه هېوادونو ته چې افغانستان ته برېښنا ورکوي پیسې نه‌دي ورکړي او دغه هېوادونه کولای شي چې د تړون له مخې افغانستان ته د برېښنا جریان قطع کړي.

افغانستان اوس‌مهال له ۷۷ تر ۸۰ سلنه د اړتیا وړ برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران واردوي او له ۲۰ تر ۲۳ سلنې نوره له داخلي سرچینو برابروي.

دا هېواد په کلني ډول له خپلو ګاونډیو هېوادونو له ۲۸۰ تر ۳۰۰ ملیونه ډالرو په لګښت برېښنا پېري.