د سترې محکمې او ولایتي محاکمو ځینې غړي: طالبان کار ته د تګ اجازه نه راکوي

د افغانستان ستره محکمه

د افغانستان د سترې محکمې او ولایتي محاکمو یو شمېر غړي ادعا کوي چې دوی ته کار ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

له دوی یو شمېرو یې ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د سترې محکمې او ولایتي همکارانو شمېر چې اوس بې‌کاره شوي، نږدې ۳ زره تنو ته رسېږي.

په کابل کې د سترې محکمې یوه کار کوونکې ازادي راډیو ته وویل، ۱۳ کاله یې له دې ادارې سره کار کړی، خو اوس په کور ده او د خپل کار د راتلونکې په اړه نه پوهېږي.

نوموړې زیاته کړه: "له سیاسي بدلون وروسته په ځلونو سترې محکمې ته ولاړو، خو دفتر ته دننه کېدو اجازه را نه کړل شوه، بې معاشۍ او بې برخلیکه حالت له نورو ستونزو سره مخ کړي یوو."

د سترې محکمې او د ولایتي محاکمو کارکوونکي دا هم وايي چې د طالبانو په واکمنېدو وروسته یې معاشونه نه دي اخیستي.

ارشیف، د افغانستان ستره محکمه

محمد زمان چې په هلمند ولایت کې د استېناف محکمې کارکوونکی دی وايي، طالبان باید د قضايي ادارو له روزل شوي او ازمویل شوېو کار کوونکو ګټه واخلي: "له هغه وخت چې طالبان واکمن شوي، د سترې محکمې او ولایتي محاکمو ۳۱۲۲ تنه کار کوونکي بې‌برخلیکه شوي. موږ ۱۶ کاله زده‌کړې کړي او په تېرو ۲۰ کلونو کې مو په بېلابېلو مسلکي برخو کې خدمت کړی. موږ له طالبانو غواړو چې اجازه راکړي، څو خپلو کارونو ته راستانه شوو."

د قضايي ارګان ډېر شمېر نورو کار کوونکو هم ازادي راډیو سره دا ستونزه شریکه کړې، خو دوی نه غوښتل چې نوم او غږونه یې خپاره نه شي.

د دندې له ګواښ سربېره، امنیتي ستونزې بله ننګونه ده چې افغانستان کې یې د عدلي او قضايي ادارو کار کوونکې اندېښمن کړي دي.

له دوی یو شمېرو یې ازادي راډیو ته وویل، قاضیان او څارنوالان په لومړي ګام او د عدلي او قضايي ادارو نور کار کوونکي په دویم ګام کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د دوی له انده، هغه کسان چې هدفي وژنې کوي، د دوی او د اداري کار کوونکو ترمنځ یې په توپیر نه پوهېږي.

د بلخ د استنیاف محکمې کار کوونکی محمود ادعا کوي، تېرو درې میاشتو کې د طالبانو له‌خوا یې یو شمېر همکاران نامعلوم لوري ته وړل شوي دي او له شکنجې وروسته بېرته ازاد شوي دي: "موږ خوندي نه یوو او طالبان زموږ د تفکیک توان هم نه لري او نه پوهېږي چې موږ په قضايي برخه کې کار نه کوو او یوازې ادارې کار کوونکي کې یو. بل لور ته بیا موږ د ازادې سیالۍ له لارې ټاکل شوي یوو، خو اوس هغوی زموږ پرځای خپل کسان ګماري."

د محمود هغه همکاران چې شکنجه شوي، د موضوع د حساسیت له امله خبرو ته حاضر نه شول.

طالبانو له مخکني حکومت سره د خپل مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم د سترې محکمې رییس ټاکلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا نه مني چې ګنې د سترې محکمې کار کوونکي دندو ته نه پرېښودل کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ددې ادارو د کار کوونکو د شکنجې موضوع هم رد کړه

ښاغلب مجاهد وايي، دې ادارې تازه خپل فعالیت پیل کړی او ټول کار کوونکي یې دندو ته ځي.

ښاغلي مجاهد د دې ادارو د کار کوونکو د شکنجې موضوع هم رد کړه: "سترې محکمې خپل کار پیل کړی او دوه اوونۍ کېږي چې نوی رییس یې ټاکل شوی. دا اداره د خپلو چارو په سنبالولو بوخته ده او ښځې هم هلته خپل کار کوي، یعنې ټول کولای شي بېرته خپلو دندو ته راشي. "

د اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم، عمومي بښنه اعلان کړه او ویې ویل، ټول دولتي کار کوونکي کولی شي چې خپلو دندو ته ولاړ شي، خو بیا وخت په وخت له په پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون د مخکني حکومت د کار کوونکو د وژل کېدو او شکنجې راپورته خپاره شوي دي.